د کمال خان بند، د هېواد له سترو بندونو څخه دی چې د نیمروز ولایت چهاربرجک ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو، موسمي سلابونو کنترول او د برېښنا تولید په موخه، د هلمند پر سیند جوړ شوی دی. دغه بند ته د دې لپاره کمال خان بند وایي، چې کمال خان یو وطندوست افغان وه او سل کاله وړاندې یې په نیمروز ولایت کې ژوند کاوه. نوموړي لکه د نورو وطندوستو افغانانو په څېر د اوبو مدیریت او د سیمې زرغوتیا هیله په زړه کې روزله او تل یې هڅه کوله چې د هلمند سیند اوبه په یو ډول مدیریت کړي. کمال خان له ډېرو هڅو وروسته د خلکو په همکارۍ له خاورو او لرګیو څخه په ګټې اخیستنې سره، یاده سیمه کې بند جوړ کړ او ویې کولی شول چې په نسبي ډول د هلمند سیند اوبه مدیریت کړي. دغه بند بیا وروسته د هغه په نوم ونومول شو. د روایتونو پر بنسټ په ۱۳مه میلادي پېړۍ کې ګورګاني تېمور پر یاده سیمه برید وکړ او یاد بند یې ویجاړ کړ.
په اوسني وخت کې د اوبو مدیریت او د کمال خان بند هر اړخیز اهمیت ته په کتو د افغانستان دولت په ۱۳۹۱ کال کې یو ځل بیا د دغه بند د جوړولولپاره هڅې پیل کړې او په همدې کال کې د تدس کمپنۍ په واسطه د یاد بند جوړولو د لومړي پړاو چارې بشپړې شوې. دغه راز د ۱۳۹۱ کال پر مهال د بند د دوهم فاز د جوړولو چارې د برایټ پیریل او آسیابنا (ABCC, BPCC) شرکتونو لخوا په ګډه پیل او ۱۳۹۴ کال کې بشپړې شوې. د بند د درېیم فاز چارې چې د بودجې کمښت له امله ځنډېدلې وې، د ۱۳۹۶ کال د وري په ۳۱مه، د جمهور رییس په حضور کې د ۷۸ میلیون ډالرو په ارزښت د دولت له پراختیایي بودجې څخه، پیل شوې او په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې شي. اوسمهال د افغانستان دولت د ۱۴۰۰ کال په پیل کې د شانداره مراسمو په ترڅ کې د کمال خان بند د پرانیستې لپاره پر چمتوالیو بوخت دی.
د اوبو چارو تنظیم ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دغه بند د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او دغه راز ۹ میګاواټه برېښنا تولیدولای شي. د کمال خان بند په مرسته تولید شوې برېښنا به په سیمه او ځانګړي ډول زرنج ښار کې د صنعتي او تخنیکي زېربناوو بنسټ کېښودو ته لاره هواره کړي او په صنعتي برخه کې تر ډېره بریده د ځایي خلکو اړتیاوو پوره کولو تر څنګ به، په دغه سیمه کې پرتو کورونو ته، رڼا هم راوړي. په افغانستان کې د نورو ستونزو تر څنګ بېکاري هم یوه لویه ستونزه ده او د دې ستونزې د هوارولو لپاره باید لکه د کمال خان بند په شان په نورو زېربنایي او بنسټیزو پروژو باندې کار وشي. د کمال خان بند له برکته د تولید شوې برېښنا له امله به په صنعتي برخه کې د فعالیتونو په پیلېدو سره، ګڼو خلکو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره او ورسره به د هېواد اقتصادي وضعیت په ځانګړې توکه د کورنیو په اقتصادي حالت کې ښه والی رامنځته شي.
همدارنګه د اوبو چارو تنظیم اداره وایي چې کمال خان بند د ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري. لکه څنګه چې له کلونو کلونو راهیسې د نیمروز ولایت د اوبو د نه شتون له امله په رېګزارونو او وچو شودیارو بدل شوی وو، د کمال خان بند اوبو نه په ګټې اخیستنې سره به یو ځل بیا په دې ولایت کې وچې او سپېرې دښتې په شنو او زرغونو هغو بدلې او په دغو ځمکو کې به د کرکیلې لپاره لاره هواره شي. دغه راز د دغه بند په مټ د ۱۷۴ زره هکتاره ځمکو د خړوبېدو پایله کې به په وچو ځمکو کې د کرنیزو فعالیتونو لپاره پراخه زمینه برابره او ورسره به ګڼ شمېر خلک په کرنه بوخت شي، چې دا چاره به د کرنیزو محصولاتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راولي او د کرنیزو محصلاتو په زیاتوالی سره به تر ډېره بریده له بهر نه د کرنیزو محصولاتو د واردولو پر ځای پر کور دننه د دغو محصولاتو اړتیا پوره شي، چې ورسره به په بازارونو کې د بهرنیو کرنیزو محصولاتو د لوړو بیو کچه کې هم د پام وړ کموالی رامنځته شي.
د دې ترڅنګ به د کمال خان بند د هېواد وګړو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې مهم رول ولوبوي د معلوماتو پر بنسټ نیمروز يو رېګزاره ولایت دی او څاګانې يې تروشې اوبه لري چې د څښاک او کرکیلې لپاره مناسبې نه دي. د زرنج او د ښار شاوخوا اوسېدونکي خپلې اړتیاوې د هلمند له سیند څخه پوره کوي او یاد سیند د هغوی لپاره د اوبو اصلي سرچینه بلل کېږي. دغه راز په هېواد او په ځانګړي ډول بیا په نیمروز ولایت کې موسمي بارانونه هم یوه لویه ستونزه ده، چې ډېری وخت د زیاتو اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړېږي او سختو او ویجاړوونکو سېلابونو د راوتو لامل کېږي او دغو سېلابونو تل د خلکو لپاره زیات اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي. اوسمهال چې د کمال خان بند چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به بشپړې شي، چې له امله به یې په دغه ولایت کې د موسمي اورښتونو له امله راوتونکي سېلابونه هم په بشپړ ډول کنترول شي او په دې سره به ځایي خلک د سېلابونو د زیان او خطر څخه په امان شي.
لکه څنګه چې اقتصادي وده او کاري فرصتونه له امنیت او ثبات سره مستقیمه اړیکه لري نو، د کمال خان بند په پرانیستو سره به په سیمه کې د اقتصادي، صنعتي او کرنیزو فعالیتونو په غوړېدو سره، ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي چې دا چاره به د سیمې په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والی رامنځته کړي، دغه راز د کار او اقتصادي فعالیتونو په پراخېدو سره به په دغه ولایت کې د بېوزلې او بېکارۍ کچه کمه او د کورنیو په اقتصادي حالت کې به په بینادي توګه بدلون راشي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ځانګړې توګه جمهور رییس محمد اشرف غني خپل ټول تمرکز د اوبو پر مدیریت ورټول کړی دی. هغه د کمال خان بند جوړولو له چارو څخه د لیدنې پر مهال وویل:( له ۷۰۰ کلونو وروسته کمال خان بند د نیمروزیانو او افغانانو په واک کې ورکول کېږي، ۷۰۰ کاله مخکې د نیمروز د اوبولګولو سیستم له منځه لاړ او د اسلامي تمدن زانګو په صحرا بدله شوه، څلور میاشتې وروسته به کمال خان بند له اوبو ډک وي او له دې وروسته به د تل لپاره ډک وي.). دا دې اوس هغه وخت راسېدلی چې د افغانانو دا ستر ارمان پوره شي او ټاکل شوې ده چې د کمال خان بند د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۴مه نېټه، د شانداره مراسمو به ترڅ کې پرانیستل شي.