اخبار

د امریکايي ځواکونو د شمېر کمول

له هغې وروسته چې د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم کړی، د هېواد د ملي امنیت شورا وايي چې د امریکايي سرتېرو کمښت په افغانستان کې پر جنګي وضعیت منفي اغېز نه لري.
له دې سره په یو وخت، طالبانو وېلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دوحې د موافقې په برخه کې عملي ګام او هوکړې ته رسېدل دي.
د امریکا دفاع وزارت د مرغومي په ۲۶مه نېته اعلان وکړ چې په افغانستان کې ددغه هېواد د سرتېرو شمېر له ۲۰۰۱ کال وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ تنه دی.
اخوا، د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ د امریکا د دفاع وزارت له اعلانه یوه ورځ وروسته ووېل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتوالی او کمښت پر جنګي وضعیت اغېز نه لري؛ ځکه اوسمهال د جګړې ۹۶ سلنه مشري او مدیریت د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کېږي.
له بلې خوا، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې له افغانستانه د لازیاتو امریکايي پوځیانو وتل د دوحې موافقې د اجرا او هوکړې ته د رسېدو په لار کې عملي ګام دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ددغې موافقې اجرا د امریکا او افغانستان په ګټه بولي. محمد نعیم د طالبانو له اړخه ډاډ ورکړی چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي.
د امریکا دفاع وزارت د مرغومي په ۲۶مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې ددغه هېواد د پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریستودفر مېلر په یوه بیانیه کې ووېل چې د دونالډټرمپ د حکم له مخې، د اعلان شوي پروګرام پر بنسټ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم شوی دی.
د امریکا ددفاع سرپرست وزیر وایي چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره د پلانونې په لټه کې دی، خو د هغه په وینا د پوځیانو هر ډول وتل به شرایطو ته په پام سره عملي شي.
د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې چې د تېر کال د کب په لسمه نېته لاسلیک شوه، امریکايي ځواکونه به د روان زېږدیز کال تر مې میاشتې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي. د امريکايي پوځیانو د وتلو په بدل کې طالبانو ژمنه کړې چې له ترهګرو شبکو سره اړیکې پرې کوي او د افغانستان خاوره به د امریکا د ګټو پرخلاف نه کارول کېږي.

نوشته های مشابه

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

بستن
رفتن به نوار ابزار