اخبار
د افغانستان – پاکستان د اپټیکا د اتمې ناستې په هکله ګډه خبرې اعلامیه
د افغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ دهمغږۍ کمیټې په اتمه ناسته اپتیکا دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني ترمشرۍ لاندې د دولتی او خصوصی سکتورپلاوي ، د پاکستان دلومړي وزیر داقتصادي چارو له سلاکار او سوداګرۍ وزیر ښاغلي رزاق داوود په ګډون د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډسمبر د۲۸ څخه تر ۳۰ د اسلام آباد په ښار کې ترسره شو.
د افغانستان د پلاوي مشر ښاغلي نثار احمد غوریاني د یادې ناستې په څنډه کې پاکستان د اسلامي جمهوریت له لومړي وزیر ښاغلي عمران خان، د پاکستان د ملي شورا رییس ښاغلي اسد قیصر، د سوداګرۍ او پانګونې وزیر ښاغلي محمد رازق داوود ، د سمندري چارو وزیر ښاغلي علي زیدي اود یاد هیواد خصوصي سکتور د غړو سره جلا جلا ناستې درلودې اود دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړي. د اپټیکا اتمه ناسته د سوداګرۍ وزیراو د پاکستان د لومړي وزیر د اقتصادي او پانګونې سترسلاکار ښاغلي رازق داوود او دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني لخوا په ګډه پرانستل شوه. د دې غونډې د پرانیستې مراسمو وروسته د پاکستان له اړخه د پاکستان دسوداګرۍ مرستیال وزیرښاغلي محمد صالح احمد فاروقي او افغانستان له اړخه دافغانستان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین، ښاغلي حشمت الله غفوري د غونډې مشري په غاړه درلوده.
د غونډې په بهیر کې، د دواړو هیوادونو مذاکره کونکو په مثبته او رغنده روحیه کې د تړون (اوپيټا) ترمیم لپاره مفصل بحثونه وکړل او په اجندا کې یې پر موضوعاتو ډیر پرمختګ وکړ. د غونډې په جریان کې ، د دواړو هیوادونو د خبرو اتروغړود اپټا تړون د تعدیل په هکله په مثبته او رغنده روحیه مفصل بحثونه وکړل. چې په آجندا کې پر شاملو ډیرو موضوعاتو په هکله يې پرمختګ ترلاسه کړ.
د اپټیکا اوومه ناسته په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په کوربه توب جوړه شوي وه چې د سوداګرۍ – ټرانزیټ تړون (آپټا) د تړون د تعدیل په اړه لومړنۍ خبرې په نوموړې ناسته کې ترسره شوې.
چې د اپټیکا په اتمه ناسته کې هم د یاد تړون د تعدیل په هکله دواړو ولوروی د وړاندیزونو باندې خبري وشوي.
د اپټیکا په اتمه ناسته کې هوکړه وشوه چې د افغانستان – پاکستان تخنیکي غړې دي په تړن کې د خپلو وړاندیز شوو طرحو درج کولو په منظور په کابل یا اسلام آباد کې جلا ناستې ترسره کړئ. د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت تړون د همغږۍ کمیټې اپټیکا اتمې ناستې په څنډه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ترجیحي تجارت تړون او د ریل پټلۍ همکارۍ په اړه د تفاهم یادداشت په اړه هم مفصلې خبرې ترسره شوې.