اخبار
په کابل کې دامریکا دسفارت له مرستیال سره دصنعت او سواګرۍ وزیر لیدنه
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دخپل کار په دفتر کې د امریکا دمتحده ایالاتو دسفارت له مرستیال ښاغلي مک کری سره وکتل او په بیلا بیلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې ښاغلي غوریاني دامریکا دمتحده ایالاتو له دوامداره مرستو څخه مننه وکړه او په بیلابیلو برخو کې یې دیادو مرستو ددوام غوښتنه وکړه.
په دغه لیدنه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په نویو برنامو ، دصنعت او سوداګرۍ پر پراختیا ،دافغانستان پرځان بسیاینې، د سوداګرۍ او ترانزیټ نوې لارې او دافغانستان او متحده ایالاتو تر منځ دسوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحثونه تر سره شول.
دامریکا دسفارت مرستیال ښاغلي مک کري په خپل خبرو کې وویل چې هېواد یې دافغانستان دخلکو په څنګ کې ولاړ دی او په بیلابیلو برخو کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
ښاغلي کری په دغه لیدنه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت له نویو برنامو څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دپلي کېدو په برخه کې یې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.